2013 کال د افغان اولس له نظره د بدلون کال
الجـــــــهاد فی سبیل الله
2013 کال د افغان اولس له نظره د بدلون کال
ساعت 22:34 | بازدید : 770 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

2013 کال چي يوازي يوه ورځ يې پاتي ده د افغانستان دمسلمان اولس له نظره څنګه کال وو ؟

ددغه کال په جريان کي افغان اولس کوم بدلونونه وليدل ؟

هغه څه چي درنو لوستونکو ته د ځواب په ډول وړاندي کېږي کومه سياسي تبصره او يا د يوه کس نظر نه دی بلکه د اولس په سترګو ليدلي او ورځني پېښېدونکي حالات دي چي له مخي يې هر څوک خپله فيصله کولاي سي.

دبدلون نښي :

يوه ملګري مي له مزارشريف نه کندهار ته د جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ، فراه او هلمند پر لاره د خپل سفر کيسه راته کوله ، ده ويل څو کاله مخکي مي هم پر دغه لاره سفر کړيوو خو د سږ کال سفر بيخي له هغو څخه توپير درلود ، موږ په پلانکوچ (ميني بس ) موټر کي له مزار نه تر هراته راغلو، په ټوله لار کي موټروان د موسيقۍ فيته نه ده ور اچولې ، يا به يې د طالبانو ترانې ږغولې او يا به يې د کوم ملا د نصيحت کسيټ چالان کړ، په موټر کي سپاريانو د پخوا په شان د طالبانو په اړه هيڅ نه ويل ، ماله موټروان څخه پوښتنه وکړه چي استاذه پخوابه مو د ساز يو فيته ميته چالانول اوس ولي کيسه بل رقم ده ؟ ده وخندل ويل وروره يو خو خوند هم نه کوي او بل پر لاري هرځاي طالبانو سره مخ کېږو چي دوي يې واوري بيا خوا بدوي ، لکه موټروان چي ويل رښتيا هم د لاري په اوږدو کي ډېرځله له طالبانو سره مخامخ سوو ، پر موټرسايکلانو به سپاره وه او يا به کوم ځاي ډله ډله ولاړوه ، تر هراته سيمه ټوله داسي معلومېده لکه هر څه چي بدلېدونکي وي ، په کوم ښار او يا له ښار سره نژدې چي به مو د حکومت کوم عسکر وليد داسي به مړاوی وو تاچي ويل روح دي ځيني کښلې ده .

له هراته تر کندهاره بيا منظره بل ډول وه ، هر ځاي به سوځېدلي ټانکران او يا کوچني او لوي موټران پراته وه د هرات – کندهار پر لويه لاره ډېر ځله د طالبانو له موټرسايکلانو سره مخامخ سوو يو ځاي خو يې زموږ سه صدوسه موټر هم ودراوه، يو طالب موټر ته راپورته سو، سلام يې ووايه ،خلکو ته يې ښه په ځېر ځېر وکتل او بيا يې له خلکو بخښنه وغوښتل او بيرته کښته سو.

دا ملګري مي چي اصلاً د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي چي په شمالي ولاياتو کي عام خلک کاملاً د طالبانو راتګ غواړي ، خلک خپلي فيصلې او دعوې د طالبانو په قاضيانو فيصله کوي او چي کوم ځاي د طالبانو په ولکه کي وي خلک يې ډېر خوښ وي، دی وايي څه موده مخکي چي طالبانو د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ ډېر کلي ونيول دا يې ټول د اولس په همکارۍ او مرسته ولکه کړل ځکه په شمالي ولاياتو کي د پخوانيو ټوپکمارانو چي اوس د اربکيانو په جامه کي بيا امريکايانو راوستلي له ظلمونو خلک سخت تنګ دي او هر ګړی د طالبانو د راتګ په هيله دهغوي مرستي ته چمتودي.

په 2013 کال کي د هيواد په ټولو سيمو کي د طالبانو پراخ عمليات او له بهرنيواو کورنيودښمنانو څخه د ډېرو سيمو تصفيه هغه څه دي چي ددښمن تبليغاتي ماشين يې هم د پټولو توان ونه سواي درلودلای او له مجبوريته به يې وخت ناوخته راپورونه ورباندي خپاره کړل، د ننګرهار، هلمند، نورستان ، بدخشان ، فارياب او نورو پراخو سيمو جهادي عمليات چي په هره جګړه کي به سلګونو مجاهدينو ګډون کړيوو خبرونه يې ددښمن رسنيو خپاره کړل او سره له دې چي د خبر جزئيات به يې په بشپړ ډول له استختباراتي سانسور سره مخامخ وه بيايې هم د بادار او مزدور د پلويانو دماغ ورخراب کړيوو او لوړپوړي امنيتي مسئولين به يې په بې کفايتۍ تورنول.

د هيواد په ټولو سيمو کي دجهادي سنګرونو ګرمېدل او ددښمن په مقابل کي د اولس خاموش پاڅون دا را په زړه کوي چي 2013 کال د بدلون د کال په نامه نومول سويوای ، د غه کال “دبدلون کال نومول” پدې خاطر هم ډېرمناسب دي چي په دغه کال کي بهرنيو اشغالګرو هم خپله تېښته عملاً پيل کړه .

د اشغالګرو تېښته :

د دوه زره ديارلسم کال په جريان کي چي اولس تر ټول څرګند شی وليد هغه له ولسواليو او نورو ستراتيژيکو سيمو د اشغالګرو تېښته وه ، هغه بېسونه او قرارګاوي چي خارجي يرغلګرو د هيواد په مختلفو مهمو نقطو کي جوړ کړيوه په خپله دوي وران کړه او په پټه به ترې وتښتېدل ، د کندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي عبدالغفار راته وويل چي زموږ په کلي کي د امريکايانو او مِليانو يوه لويه قرارګاه پرته وه ، يوه شپه ناوخته له قرارګاه څخه د اور لمبې پورته سوې ، موږ حيران سوو چي دا اور له کومي خوا پرې نازل سو خو طالبانو ټکان هم ندي پرکړي ، سهار چي ورغلو ټوله قرارګاه سوزلې ده د تختو له خونو او لرګيو لا دود پورته کېږي، امريکايان نسته ، د مِليانو قوماندان له درده سور او شين کېږي او دخلکو په منځ کي خبري کوي ، موږ پوښتنه ورڅخه وکړل چي دا اور له کومي خوا راغلی ؟ قوماندان راته وويل چي اوس موږ پوه سوو چي امريکايان ددې وطن د جوړ لپاره نه دي راغلي ، موږ پوښتنه ځيني وکړل چي څخه خبره وه ؟ ده راته وويل چي ماښام د امريکايانو قوماندان موږ دملي اردو منسوبين وروغوښتو او راته ويې ويل چي تاسو بايد په دوو ساعتونو کي له قرارګاه ووزئ ځکه نور موږ له دې سيمي ځو ! قوماندان وايي چي ما ورته وويل چي تاسو ځی ولاړ سئ موږ دلې پاتېږو! ، امريکايي راته وويل چي تاسو دلته د اوسېدو حق نلرئ دا زموږ ملکيت دی موږ يې سوزو! ما ورته وويل چي دا خوډېر قيمي شيان پکښي پراته دي او بل په دې قرارګاه ډېر مصرف سوی چي سوزی يې موږ ته يې را وسپارئ ! آخر د امريکايانو قوماندان راته په قهر سو او په زوره يې له قرارګاه وشړلو وروسته يې ټولي قرارګاه ته اور واچاوه او دادی موږ يې پر سپېره ډاګ پرېښودلو!

د پورته واقعې په شان تقريباً په ټولو سيمو کي داسي پېښي تکرار سوی او خلکو په خپلو سترګو د يرغلګرو تېښته او د مزدورانو ذلت ليدلی دی.

امريکايي کباړ :

له څه مودې راهيسي امريکايانو د خپلو هر ډول توکو په کباړ لاس پوري کړی چي په 2013 کال کي دغه کار په ډېري تېزۍ سره پرمختګ کړی او لا پسي غځېږي، په ولسواليو او نورو ليري پرتو سيمو کي د امريکايانو او نورو يرغلګرو له تېښتي مخکي به هغوي يا خپله قرارګاه تخريب کړه او يا به يې له ځانه سره يووړل او که به د مجاهدينو له بريدونو سخت په تکليف وه فقط ځانونه به يې وايستل او ډکه قرارګاه به ورڅخه همداسي پاته سول مګر د 2013 کال له لومړيو يې دداسي شيانو خرڅلاو ته مخه کړې چي له مخي يې سړی دا اټکل کولاي سي چي امريکايانو د بشپړي تېښتي تياری پيل کړيدی، حاجي محمد په کندهارښار کي د موټر جوړولو ورکشاپ لري ؛ دی وايي : امريکايان داسي خپلو شيانو ته بلا اخيستي چي سړی ورته حيرانېږي ، لکه سړي ته چي دبل شيان په لاس ورغلي وي او پر اوږو يې بار وي چي څنګه يې له اوږو وغورځوم ؟ ، دی وايي د کندهار له ميدانه هره ورځ له شيانو ډک کانټينرونه راوځي خلک يې رانيسي او پر يوه ميدان يې بازار جوړ سي ، په کانټينرونو کي هر ډول شيان وي ، له ټانکونو نيولې د کور د هر ډول ضروري شيانو پوري، مګر هيڅ شی روغ نه پکښي پرېږدي ، نوي نوي مرمۍ ضدټانکونه وي پرمنځ يې پرې کړيوي، د زرګونو ډالرو په قيمت نوي جنراتورونه وي مګر پر منځ يې پرې کړي وي د ګټي اخيستني وړ نه وي، همداسي هرشی حساب کړه .

دا کباړ يې لا غيررسمي ليلام دی ،د رسمي کباړ اعلان يې په راروانه جنوري کي کړيدی هسي نه چي په هغه کي خپلي اسلحې خرڅي کړي ځکه په نورو نظامي او غير نظامي توکو خو يې لا له وړاندي پيل کړيدی.

2013 کال امريکايي استخباراتو څنګه ارزولی دی ؟

”د امريکا د ملي استخباراتو نوې ارزونه ښيي چي که په افغانستان کي محدود شمېرامريکايي سرتېري پاتي هم سي تر 2017 کال پوري به ښايي هغه لاسته راوړني ضايع سي چي په افغانستان کي امريکا او متحدينو يې ترلاسه کړيدي “ دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د هغه استخباراتي راپور پربنسټ خپور کړی دی کوم چي د امريکا د څو استخباراتي ادارو لخوا د 2013 کال په جريان کي چمتو سويدی ، په افغانستان کي چي اوسمهال تقريباً د امريکا ټوله جګړه استخباراتي شکل لري ؛ د امريکا جاسوسي ادارو ته د افغانستان حالات تر ټولو ښه معلومېږي، د 2013 کال په جريان کي چي دوي خپل استخباراتي معلومات راټول کړي دا ورته جوته سوې چي په دغه کال کي ددوي په تاوان او دطالبانو په ګټه بدلون پيل سوی نو ځکه دوی راتلونکي ته خوشبين نه دي.

د 2014 کال په اړه يرغلګر څه فکر کوي؟

دوه زره څوارلسم کال چي له افغانستانه د نړيوالو يرغلګرو د تېښتي پيل سوی بهير به پکي تکميل سي د يرغلګرو د لويو مشرانو له نظره د خواشينۍ کال دی ځکه ددوي د کلونو کلونو خوارۍ به په اوبو لاهو سي ، بي بي سي ويبپاڼي د ډيسمبر پر 27 د بريتانيا د ستردرستيز دا خواشيني پدې ټکو را اخيستې ”د برتانيا د پوځ مشر خبرداری ورکړی چې ښايي طالبان د افغانستان ځينې مهمې سيمې چې برتانوي ځواکونو نېولې دي، د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته بېرته ونيسي.

سر پيټر وال يوې برتانوۍ ورځپاڼې (ټلېګراف) ته ويلي چې طالبان ښايي خپلې پخوانۍ سيمې لکه د هلمند موسی کلا بېرته ونيسي او خپل واک هلته اعلان کړي، د ښاغلي وال دا خبرې د ځينو ناټو مشرانو له نظرونو سره يو شان دي چې وړاندې يې په ډاګه کړي وو. “

د راتلونکي په اړه د يرغلګرو دا څرګندوني د هيواد د اوسني وضعيت څرنګوالي ته په کتو ددوي د پراخو څېړنو او د اسلامي امارت د ورځ تر بلي پراخيدونکي واک په نظر کي نيولو سره ددوي په خوله د يوه تريخ حقيقت ښکارندويه دي ، ددوي له دې څرګندونو دا خبره ښه په وضاحت معلومېږي چي ددوي ټول فوځي عمليات ، د ډالرو په زور رانيول سوي غلامان او د کرزي بيت العنکبوت جمهوريت د افغانستان د مسلمان ملت د مجاهدو بچيانو فولادي ګذار ته ټينګ نه سي پاتي کيدلاي او د بادارانو له تېښتي سره به يوځاي دوي هم خپل انجام ويني ان شاء الله وماذلک علی الله بعزيز



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 557
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 557
بازدید ماه : 3433
بازدید کل : 97054
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 557
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 557
:: بازدید ماه : 3433
:: بازدید سال : 8411
:: بازدید کلی : 97054